|
|
|
تماس با ما
|
درڼا جام تا ته په یاد وي که نه، هغه شېبې چې ما په مینه مینه، تا ته د زړه جونګړه پرانیستله، ته مې د هیلو نښتېځلي باغ ته وبللې، ما ویل ته به راشې او پسرلی به راشي او توتکۍ به په وزرونو کې ګلونه راوړي، او د غوټیو ښایسته ډمې به، دوچو لښتو د یادونو په بام ونڅېږي. *** ما ویل زه به ستا د سترګو له روښانه چینو، د رڼا جام وڅښم. او د ژوند هره شېبه به د رڼا په سین کې ولمبوم، او تروږمۍ به مې د زړه له سوزیدلي ښاره وباسمه. څومره ساده ومه زه. *** زه د وږمې تږی وم، ما د باران د راتلو لار څارله، ما په شنو لښتو کې د سرو ګلو خوبونه لیدل. ما ویل ته که راشې نو پسرلی به راشي، زه به دشنې وږمې په شنو وزرو والوزمه، په غرو رغونو کې به وګرځمه، د وچو بوټو په رګونو کې به شور ویښ کړم د سپېرو څانګو په غوږو کې به ایت د ژوندانه ووایم. څومره بېځایه هیله. *** تا ته به یاد وي که نه، خو زما هېره نه ده، هغه شېبه چې ته زما د زړه جونګړې ته راننوتې، بیا مې د هیلو باغ کې وګرځېدې د لمبو ختې دې په غاړه پرتې، او په پښو دې د سکروټو سرې پڼې ښکاریدې. ستا له راتګه سره، زما د هیلو باغ د اور په سمندر پرېوته. نه مې وږمه ولیده نه ستا د سترګو د رڼا جامونه، نه توتکیو په وزرونو کې ګلونه راوړل او نه باران په وچو دښتو د الماسو دانې ولونلې. *** اوس مې د زړه جونګړه، د تروږمیو په څپو کې ډوبه اوس مې د هیلو نښتېځلي باغ کې، د سرو غوټیو په ځای د سرو سکروټو، سره ګلونه خاندي. زه د رڼا د جام په یاد په خپلو ټولو ساده ګیو ژاړم، او په خپل زړه کې مې د هیلو د مزار په څلي، اوښکې شیندم. آلمان (۲۰/۷/۲۰۰) د کاروان په هیله ستا هغه مستې خبر لوڅې سترګې، چې یې په سلو ژبو، ما ته سبق د محبت راکاوه. او د ساړه ژمي په شپو کې به یې زما د زړه کوډله، مدام روښانه او توده ساتله. اوس د سړې څیلې په توره شپه کې ستړې، خاموشې، او سړې، ښکاریږي. زه ستا د سترګو د خبرو تږی د شپې په توره، ناڅرګنده دښته، لکه ستومانه مسافر چې د یوه څاڅکي اوبو په تمه، د کوم بې نومه، ناڅرګنده، کاروان لاره څاري د شپې په توره او شګلنه دښته، د تا د سترګو د خبرو د کاروان په هیله، شپې تېروم. آلمان (۲۶/۴/۱۹۹۹) شاعر : صدیق کاوون توفاني ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود
هیر کلونه وشول چې دې نه وینمه غزل د سترګو دې لوستلای نه شم نور مې دا ستړی سرګردانه نظر - دا داغزنو اوږدو لارود سفرلاروی - ستا د خوږو سترګو چینو کې لمبولای نه شم . ***** نور مې دسترګو د ګودر په غاړه ستا د پښو پلونه هم نه ښکاري نور مې دشونډو د بیدیا په څنډو - په دې شګلنو بې بهاره تالو- ستا د بوسې ګلونه هم نه ښکاري ***** نور دې د خیال په اسمان نه ځلېږم نور مې د خوب کلي ته هم نه راځې داسې ښکاریږي چې هېر کړې دې یم دګلورینو خاطرو له باغه ، د وچ لرګي په شانې لیرې غورزولای دې یم . ***** زما او ستا هغه اورینه مینه چې ځلېدله، بلېدله مدام هغه د تورو ماښامونوډیوه - لکه د شپو په زړه کې بله شمه – چې سوزیدله، خندیدله مدام اوس په کې اور نه شته، سپرغۍ نه لري اوس له رڼا ډکه ځولۍ نه لري . ***** خو لا تر اوسه مې د زړه په قاب کې یوازې ستا د مخ تصویر پاتې دی یوازې ته مې یې د ذهن په ډولۍ کې ناسته . یوازې ته مې لکه وینه په رګو کې جاري . المان (نومبر- ۲۰۰۰) شاعر : صدیق کاوون توفاني ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
دمینې تړون بیا مې جانانه، د زخمي زړګي په سوې للمه ستا د خوږو، خوږو یادونو باران ووریده بیا مې د مړاوو خاطرو په رژیدلي چمن د پسرلي د سرو ګلونو باران ووریده . ***** کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوږېږي . ***** اوس مې یادېږي هغه تللې تېرې شېبې هغه د ګلو غوندې ښکلي او رنګین وختونه هغه دمینې د رڼا په میوو مستې ورځې هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنین وختونه . ***** چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژانده ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودریدم ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژانده . ***** ما ویل زه به دې جانانه جنتي ښایست ته د سرو غوټیوغوندې ښکلی سور غزل ولیکم ما ویل زه به دې د تورټیکري په تورو څنډو د لمر په اوښکو حماسه د سره تکل ولیکم . ***** ما ویل زه به ستا د زلفو په حسینو شپو کې د ابدي مینې ځلانده ستوري وځلوم ماویل زه به ستا دمخ هغه سپېڅلی سهار د پسرلي د شنې وږمې په عطرو ولمبوم . ***** مویل زه به د تیارو اوږده، اوږده لاسونه ستا په زرینو، پرتمینو زلفو وتړمه ما ویل زه به د بدرنګې شپې ناولی کجیر د سپینې ورځې د رڼا په غشو وولمه . ***** خو د تیارو د خدای، بدرنګه اراده بله وه ستا برخه لیک یې د بادونوپه وزر وتاړه ستا په تندي یې آیتونه د لمبو و لیکل ستا په ټیکري یې د سرو وینو سمندر وتاړه . ***** ما مرغلرې ستا له سترګو نه راټولې نه کړې ما دې په زلفو د آرمان ګلونه، و نه ټومبل د ماتمونو تورو شپو ته دې څراغ نه شومه د زړه داغلي پرهارونه مې دې ونه ګنډل . ***** چې ستا د زړه په ښار لښکرې دماتم وختې ما یې یوازې په سرو سترګو تماشا کوله ستا په دردونو او په خپلې بې وسۍ مې ژړل ته سوزیدې ما درته هیله د بقا کوله . ***** خدایزده چې په زوریدلي زړه به څه تېرېږي ښایي چې تاته به بې هوډه، بې وفا ښکارمه ته به مې وړ دخپلې مینې د پرتم نه ګڼې تاته به مات ښکارمه تاته به رسوا ښکارمه . ***** مات خو به یمه، خو جانانه بې وفا نه یمه د تومتونو زنځیرونه په پښو ګرځوم له تا نه لیرې، په پردیو نا آشنا کوڅو کې د مجبورۍ د ژوندون پېټی په اوږو ګرځوم . ***** خوستا د سترګو په زیارت باندې قسم کومه یوه شېبه دې هم له یاده جلا شوی نه یم د شنه باور په کرونده مې لا هوډونه شنه دي د سرو غاټولوپه تړون باندې ختلی نه یم . ***** دیاد په دښته کې مې څري ستا د مینې هوسۍ د خوب باغچه مې ستا دحسن په ګلونو پټه د ذهن دړه مې یوازې ستا نامه پوښلې د زړه ماڼۍ مې ستا په ښکلو تصویرونوپټه . ***** آلمان (جنوري - ۲۰۰۱) شاعر : صدیق کاوون توفاني ترتیب کوونکی : عبدلقادر مسعود
شاړې کوڅې وران دي مالتونه، کوڅې شاړې دي لور په لور غمونه، کوڅې شاړې دي سوزي مې د کلي شنې باغچې په کې بل دي سره اورونه، کوڅې شاړې دي لاس کې مې دمینې ګلان مړاوي شول جړ دي وربلونه، کوڅې شاړې دي نه دپیغلو جوش نه د زلمو خروش شړ دي ګودرونه، کوڅې شاړې دي وخت د بې ننګۍ دی دنیا بله ده مړه دي غیرتونه، کوڅې شاړې دي نه دسهار ستوري نه د لمر څړیکه بر دي تورتمونه، کوڅې شاړې دي تشې میکدې، خمونه تش دي تش پکې جامونه، کوڅې شاړې دي زانګي مې قسمت د شپې په زلفو کې شپې دي او خیالونه، کوڅې شاړې دي تللې ده خندا نوره له کلي نه ووري ماتمونه، کوڅې شاړې دي ټیټې چې شملې شولې جنډې جګې شوې سره شول مزارونه، کوڅې شاړې دي توره تروږمۍ ده لارې ورکې دي مړه دي مشالونه، کوڅې شاړې دي آلمان اپریل (۱۹۹۶) شاعر : صدیق کاوون طوفاني ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
خوب ویده وم خوب مې لیده، چې د شپې درونداو پړسېدلی بدن، زموږ د کلي د غونډۍ له پاسه دسپین سهار، په دار، ختلی، ځړیدلی، ښکاري . ویده وم، خوب مې لیده چې د لمر پېغلې او زرینې، نازنینې لوڼې، زموږ دکلي دګلبوټو په قالینو باندې، خاندي، مستي کوي، نڅاکوي . او په خمارو، شپو وهلوڅانګو ویشي د رڼاجامونه . ویده وم، خوب مې لیده . *** ویده وم، خوب مې لیده، چې یو بېساري، ګلالي پسرلي، زموږ دکلي، باغ، په سر اخیستی، او د غوټیو بهیر، زرغونو لښتو کې څپې، څپې رنګونه کري . ویده وم خوب مې لیده، چې ډلې، ډلې کلیوالې مسافرې مرغۍ، بېرته ستنېږي له پردیو نا آشنا باغونو، او بیا له ډېرو کلو وروسته، د خپل کلي، دچنار، په څانګو، د ناز خوبونه کوي . ویده وم، خوب مې لیده . خو چې راپاڅېدمه، سترګې مې پرانیستلې، ومې لیدل : د شپې بویناک او پړسېدلی بدن، لکه ورسته او کرغېړنه وږمه، زموږ دکلي په کوڅو کې لا تر اوسه جاري، او دلمر، پېغلې، نازنینې، او حسینې لوڼې، زموږ د کلي د دیوال تر شا هماغسې په خوب ویدې وې . او باغ، تر اوسه، رژیدلی، نښتېځلی، پروت دی . نه د غوټیو بهیر، نه د ګلونو کاروان، د رنګونو څپې، نه د مرغیو د وزرونو، آواز، او نه د لښتو تنفس، چمن، خالي، له ټولو . یوازې شپه، یوازې دود، یوازې خړه وسپنیزه هوا، زموږ دکلي په کوڅو کې، جاري .
آلمان (۱۹۹۵) شاعر صدیق کاوون طوفاني ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
دمينى په نامه دزړه په شاړه كرونده كې مې دهيلو سپرغۍ وكرلې ، اودآرمان دښاپيرۍ په څڼو وځنګيدم . بيامې دتيږو په ساړه ذهن كې، دتودې مينې په نوم، دزړه په وينو ډيوې بلې كړلې . دشپې په دښته كې مې، په سپيروشګو، دګلونو دپښوخاپونه ولټول . اودبادونو په شګلن بهيركې ، دسرو غوټيو دمزار څلي ته ودريدم اودخداى ټول كلى مې ، چې شپه او ورځ پكې داوښكو بارانونه كيدل په يوې اوښكې ، په يوې وروستنۍ اوشكې ، پسې ولټاوه . چې دغمونو دڅپركي وروستۍ پاڼې ته وروستى ټكى شي خوته به وايې چې وروستۍ اوښكه ، مرغۍ شوه ، اوهوا ته، لاړه . * * * كله چې باغ كې، تبر شين شو دنارنجو په خاى ماته دشنو ونو دمړينې افسانه ياده شوه، او زړه مې، وټوكيده ، لوى شو ، بيرته ورژيده . ټوټې، شو ټوټې ، پاڼې پاڼې شو ، دباغ په ونو وغوړيده . دكوم بې « چا » خبرومې په غوږ كې انګازې كولې : نومه، نا څرګنده كله چې ونې مري ، شمال لګيږي كله چې ونې مري ، نرى نرى باران وريږي كله چې ونې مري، آسمان په چيغوچيغو ژاړى، سيندونه ساه وركوى، او چپه كېږي غرونه، او بيا له كومه نا څرګنده ځايه، يو لاس راوزي، چي رڼا خپروي، يو لاس راوزي، چى بادونه تړي، " يو لاس راوزي، چي له ډاره يې، د تبر خوله كي ژبه سوزي خو ما كتل چې ونې مړې شوې، ګلان ورژېدل په شنو باغونو كې د تبر ترانه جاري شوه، په وچوڅانګو د مرغيو ځالې ونړيدې، اوخونړۍ سيلۍ په ټول كلى كې وچلیده شمال ونه لګیده، نرى نرى باران ونه وريده غرونه ونه نړېدل، سيندونو ساه ورنه كړه، او د اسمان له تكو شنو سترګو نه، يو څاڅكى ونه څڅیده . له ناڅرګنده ځايه، د باغ په لوري لاس ونه غزيده، د خداى په ټول كلي كې، چا د زخمي نښترو سوې ساندې وانه وريدې، چا د سیليو وزر ونه تاړه، چا د تبر ژبه غوڅه نه كړه . خو د بې " چا" خبرې مې تر اوسه لاپه ذهن كې دي نومه ناڅرګنده * * * اوس لكه سټړي سرګردانه مرغه، د باد په ورانو كنډوالو الوزم، د باد په ورانو كنډوالو كې، مې د هيلو، سره ګلان، لټوم . آلمان اپریل (۲۰۰۰)
دمینې شرط ماته يادشي چې ته پيغله، زه زلمى وم په رګوكې مو سكروټې ګرځيدلې ټول وجود مو اور دمينې و،نيولى له ليمو نه مو سپرغۍ پورته كيدلې پسرلى و، دنيا ټوله ښايسته وه، دوږمې كاروان ، شيندلي وو، . عطرونه دځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه له غمونو موخالي وو، زلمي زړونه . زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښكل كړم، دهوس په دنيا سم كړم قيامتونه تا مې لاس په شونډو كيښود ، بيادې وويل : اول مې تور پيكي ته ، چې سورګل ، راوړه، بيامې ښكل كړه دسوركو شونډو سرونه . اوسورګل، زموږ دځوانې مينې، شرط شو. زه له هغې ورځې وروسته بيا تر اوسه ، . سرګردانه په سروګلو پسې ګرځم كله سمې لټومه، كله، غرونه، كله دښتې اوميرې، كله، باغونه . له هر چانه دسروګلوپته غواړم ، په سروګلوپسې لويې لارې نغاړم . نه مې ستا دپيكي ګل ، چيرې، پيداكه، نه پوره مو دنيمګړې مينې ، شرط، شو نه مې ښكل كړل ، دسرو شونډو، ستا سرونه نه، سمسور شول نښتيځلي، ارمانونه . (۱۳- ۸- ۱۹۹۵) آلمان شاعر: صدیق کاوون توفاني ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود
|
|