
پشتو متلونه
الف :
ـ ابا اوبو يو وړ ، ويل ابا
څه کوې چه غاړي غرونه ئې يو وړه .
ـ
ابا مه
ګوری ، خورجين ئې ګوری
.
ـ
اټنه وران سې چه امرالدين دي نارې کوي
.
ـ
اختر پټ
مېړه نه دی
.
ـ آخير عمر د
خوارۍ دی
.
ـ
ادب له بې ادبه زده کيږي
.
ـ ادب
له زخمه اخيستل کيږي
.
ـ
آدم خان دي په خيال ګوروان درغلی دی .
ـ ارزانه بې
علته نه وي ګران بې حکمته
.
ـ
ارمان چي وروستی عقل لومړی وای .
ـ
آره آره يوم
پر غاړه
.
ـ اړه په اړه خلاصيږي
.
ـ ازمويلی څوک نه ازمويی
.
ـ ازميښت اول
په کال وتلين و ، اوس دم په
دمه دی . ( تلين دسالګری په معنی دی
)
ـ
آسان ئې
نالول چونګوښو هم پښې
پورته کړې .
ـ آسمان ليري ، ځمکه سخته
.
ـ
آسمان چي
ټيټيږي ، دومره نه
اوريږي .
ـ آسمان چي وريځي ښوروي
باران به وکي ، کونډه چي
سترګي توروي مېړه به وکي
.
ـ آس ششنی ، خر رايي ، عاتره
نوري بلاوي وايي .
ـ
آس که ټکنی دی ميدان لڼد دی
.
ـ آس ئې و هغو ته ورکړ چي د
تانګ د ټرلونه وه .
ـ آس ئې په سوو ګټي ، مړونه
ئې په خولو ګټي .
ـ آس دبله ، غمچينه د ځنګله
چي
دی ئې تيز نه کړي نو بې څوک تيزوي
.
ـ اشه ښه ده که ګله ؟ مه يوه
وينی مه بله .
ـ اشه اشه بابا اشه ، قاضي
غلام غوندي مريی لرې .
ـ اصيل په ګدله کي ، کم
اصل په ګزبره کي
.
ـ اصيل ته اشارت ، کم اصل ته
لغت .
ـ اصيل خطا نه لري ، کم
اصل وفا نه لري
.
ـ اصيل خوري نه خاوري کيږي
.
ـ
اصيل کوټور ، کم اصل څپړور.
ـ اصيل په جنډه کالو کي هم
معلوميږي .
ـ اصيله ځان دي کچه کی ، چي
پرتوګ دي
الچه کی .
ـ اصيل نه ورکيږي
.
ـ اصيل بې بها وي ، کم اصل
بې بها وي .
ـ
آغا کور نسته د بي بي څخه
بېره نسته .
ـ الم نشرح هغه الم نشرح ده
، خوله د ملا
عثمان غواړي
.
ـ اګر و اګر سره ورته دي
.
ـ امانت مځکه نه خيانتو ي.
ـ
آموخته خور بلا خور
.
ـ آموخته خور ښه دی که ميراث
خور ؟ ويل اموخته خور .
ـ
امير ئې ورکوي ،
شېخ مير ئې نه ورکوي .
ـ
انا مړه سول ـ تبه ئې وشلېده .
ـ
انسان تابع د احسان دي
.
ـ انسان تر کاڼي سخت تر ګل
نازک دی .
ـ انسان نه دی
، هغه چي د حيوان څخه ګيله
کوي .
ـ اوبو اخيستی زګ ته لاس
اچوي .
ـ
اوبه په
ډانګ نه بېليږي
.
ـ اوبه چي تر سر تېري سي څه
يو نيزه څه دوې .
ـ اوبه چي تر
غاړ ي ورسيږي ، زوی تر پښو
لاندي کيږي .
ـ اوبه په کمزوري ورخ ماتيږي
.
ـ
اوبه د سر دپاله خړيږي
.
ـ اورته خپل او پردی يو دی
.
ـ اوربشي څه په ځمکه
کي څه په جوال کي ؟
.
ـ اوربشي که سل منه دروپۍ شي
، دخره پکښي يو لپه ده .
ـ
اور له خپلي لمني بليږي
.
ـ اور او اوبه نه سره يوځای
کيږي .
ـ اور او پنبه
نه سره يو ځای کيږي
.
ـ اوړه په اوړه ، منت ئې پر
څه ؟ .
ـ اوړه يو موټ نه
لري ، تنور ئې پر بام جوړ
کړی .
ـ اوړه ئې د ميچني ، زامن ئې
د چخني .
ـ اوړه
ئې يوـت نشته شل ئې تنورنه
دي .
ـ اوسپنه په اوسپنه ماتيږي ږ
ـ اوس دي ويښی
کړې چي د ماشو پر وړ دي وخوړ
.
ـ اوښان سره کارېدله ګېډړه
هم ځغاسته چي بې پرسي
ده .
ـ اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي
.
ـ اوښ په غلبېل نه دريږي
.
٦٧ـ اوښ په
خپلو متيازو کي ګوډيږي
.
ـ اوښ په سر باری نه درنيږي
.
ـ اوښ تر پله لاندي نه
سي پوټېدلای
.
ـ اوښ ته ئې ويل الغبندي وکه
، ده ويل په کمو لاسو .
ـ اوښه ،
هر څه دي بې هوښه
.
ـ اوښ ته ئې ويل! لوړ دي خوښ
دي که ځوړ ؟ ده ويل دريم ئې هم
بد دی چي خټي دي
.
ـ اوښ ته ئې ويل لوبي وکه ،
ده جړونګان له بېخه وکښه .
ـ
اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي
ولي کوږ دی ؟ ده ويل کم ځای مي سم دی .
ـ اوښ دي اوسار
کئ نو دي پلار کئ ـ اوښ چي
ئې نته کی نو ئې اور ته کی .
ـ اوښ چي لوي بار وړي
خوارک ئې ځوز دی.
ـ اوګره په تلوار نه سړيږي
.
ـ اوګره ځيني توې سوله ، ويل
په نصيب مي نه وه
.
ـ اول اتام پسې کلام
.
ـ اول ځان پسې جهان
.
ـ اول حق
د ګاونډي دی
.
ـ اول زده کړه ، بيا کوزده
کړه .
ـ اول سلام پسې کلام
.
ـ
اول کوه احتياط ، اوستری مه
کوه پسات .
ـ اول مړانه په سيالي وه ،
اوس سپيتانه
په سيالي ده
.
ـ اول مي نه خوړی هزارسلاخي
، اوس دخوارپلاومحتاج يم . (هزارسلاخي
يو ډول ډوډۍ ده چي وېشلې هم بولي
)
ـ ايلچي ته نه بند شته نه
زندان
ـ اوښ پۀ بډه نه وهل کېږي
.
ـ اختر څۀ پټ مېړۀ
نه دی چې تېر به
شي
.
ـ اول ځان پسې
جهان .
ـ اوبۀ پۀ ډانګ نه
بېلېږي .
ـ ازمويلی بيا مه
ازمويه
.
ـ اوښ ليدلی ، نه
ليولی .
ـ انسان له ختا
سره ملګری دی .
ـ
اور ته خپل او
پردی يو دی .
ـ اول زده کړه
،بيا کوزده کړه
ـ اوبۀ هم د لوښي
پر مخ څښلې کېږي
.
ـ اور ته راغلی د
کور څښتن شو .
ب:
ـ بابا
حلاله ، پوخۍ مه
حلاله .
ـ بابا دي خدای
وبخښي مګر د سهار په لمانځه کي سُست و
.
ـ بابا ګيلې کوي ،
ادې پېرې کوي .
ـ پاچهان چي د
اوګرې پېروی خوري وس ئې
رسيږي
.
ـ پاچهي پاچهانو
لره ښايي ، لويي خدای ( ج) لره
.
ـ باران پر تېر
اوسو ، خره ئې د
لړموړي يو وړه .
ـ بارونه ئې تړل ،
اوښانو ژړل .
ـ بار ئې په
شا نه شو وړای ،
يو لرګی ئې بل پر کښييود.
ـ باغ که باغوان
لري
، چغال هم خدای
لري
.
ـ باغ که خراپوې ،
الو پکښي ږده .
ـ باغ چي پوخ سي
باغوان کوږ سي .
ـ بام ئې لوړ ،
کور ېې ډګر .
ـ بخت چي کوټه سي
پاچهان ټکري خوري .
ـ بخت
په ټنده دی نه په
منډه .
ـ بد بانجڼ افت نه
لري .
ـ بد په بلا اخته
ښه دی .
ـ بد په سلام نه
ورکيږي .
ـ بد تربور په بد
ځای کي په کاريږي .
ـ بد مه
راسره کوه ښه دي
نه غواړمه .
ـ بد مه کوه بد به
نه وينې !
ـ بده ماندينه
تنګه
موچڼه ده
.
ـ بدی چي نه کړای
بدي چاري ، بدی به چا واژه پر لاري
.
ـ برج دي
تر اسمانه ، سپي
دي له لوږي مري .
ـ برخي ټولي ازلي
دي نه په زور نه په سيالي دي
.
ـ برخي وېشه مړونه
ګوره .
ـ بزه په خپل ښکر
نه درنيږي .
ـ بشره د انسان
خوی د شيطان
.
ـ بلا بيده ښه وي
نه ويښه .
ـ بلا د هغه پاڅي،
چي ئې ګړنګ په
برېتو څاڅي
.
ـ بلا پر بلا
واوښته . بلا يو څه لاندي واوښته
.
ـ بل ته کوهي
مه کينه ، چي خپله
پکښي لوېږې .
ـ بلخه بې تميزه ،
لالی راغی بې کميسه .
ـ
بللي خور ولي
.
ـ بل من چپه شو
.
ـ بنده اريان خدای
پر مهربان .
ـ بنده
راسه د خدای خپل
سه ، لکه پر ځان داسي پر بل سه
.
ـ بنده چي داد کي
نو بې ياد کي
، الله چي ياد کي
نو بې ښاد کي .
ـ بنده ليري
موښلولې ، مرګ لار ورته نيولې
.
ـ بنده و خپل عمل
.
ـ بنده وتړل
بارونه ، خدای کوله خپل کارونه
.
ـ بوچ
د اختر خلاص دی
.
ـ بې دولتي د
نفغقه خيژي .
ـ بيده بل بيده
نسي ويښولای .
ـ بې زحمته راحت
نشته
ـ بېزاره دي له
خيره يم ، سپي دي در ګرځوه
.
ـ
بيزی په بد راضي
.
ـ بې ښځي سړی ښه
دی نه په کور کي همېش جنګ
.
ـ بيعقل ته ئې
ويل چي ونه دي په
کونه کي شنه سول ، ده ويل ښه دی تر سيوري لاندي بې ناست يم
ـ
بې عقل دونه په بل
نه کوي لکه په ځان .
ـ بې ګودره کي
ګيډيږي ، خود بې سين وړي
.
ـ بې ما دي شل نه
کړه
ـ بې چرګه به هم سباشي
.
ـ بازخانه له بازه
نه خالي کېږي .
ـ بې عمله علم ،د
بې مېوې ونې پۀ څېر وي
.
ـ بې قامه مقام
نسته .
ـ بې
وسي دؤسي نه ده
.
ـ بخت يا پۀ کمڅۍ
دی يا پۀ کوټۍ .
ـ برج مې جوړاوۀ ،
را
څه کدانه سوه
.
ـ بې زحمته راحت
نسته